IQNA

لویدیز انیمیشن د ماشومانو له اسلامي عقیدې سره څه کوي؟

ایا تاسو کله هم د ماشومانو سره ناست یاست او یو انیمیشن او فلم مو چې د ماشومانو لپاره جوړ شوی کتلی او بیا مو ویلې وي"ما فکر کاوه چې دا فلم د ماشومانو لپاره جوړ شوی دی!" هیڅ عجیب نده چې د یو مسلمان په توګه پوه شو چې ځینې انیمشن په حقیقت کې د ماشومانو لپاره یا حتی د لویانو لپاره نه دي جوړ شوې. د آسټرالیا یو مسلمان فلم جوړونکی مورپلار ته خبرداری ورکوي چې موږ اړتیا لرو د لویدیځ اینمیشن موضوعاتو له تخریبي اغیزو څخه خبر اوسئ، ځکه چې دا له داسې صحنو څخه ډک دي چې د اسلام له باورونو او ارزښتونو سره په ټکر کې دي. لاندې ویډیو کې، هغه تشریح ورکوي چې اوس یې حل څه دی.