د سولې په برخه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي پر خپله ټوېټر پاڼه خبر ورکړی دی چې د سولې مذاکراتي ډلې یوه غړې فوزیه کوفي پرون ناوخته د پروان کابل په لاره د ناپېژاندو وسله والو له برید سره مخ شوې ده.
د نوموړي په وینا فوزیه کوفي سطحي ټپي شوې او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.
تهران راډیو