IQNA

د صهیونیسټي رژیم او اماراتو ترمینځه د اړیکو په عادي کولو د فلسطینانو لاریون

له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د متحده عربي اماراتو د شیخ وروستي اقدام د غزې تړانګې او د لویدیځې غاړې په مختلفو ښارونو کې د فلسطینیانو قهر او کرکه راپارولې ده. د فلسطین ګڼل شمیر خلکو د متحده عرب اماراتو لخوا له فلسطیني خلکو سره خیانت په کلکه وغندلو او د ابوظهبي ولیعهد شهزاده محمد بن زاید ال نهیان، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو عکسونو ته یې اور ورته کړ.