IQNA

شاه محمود قریشي وایی بین الافغاني خبرې دې ژر پيل شي

22:54 - August 17, 2020
د خبر لمبر: 3483529
تهران (ایکنا) - نوموړي دغه راز ویلي، پاکستان نړیوال او طالبان په افغانستان کې د سولې خبرو ته قانع کړل او په خبره یې د سولې مېز ته د طالبان راوستل کومه اسانه خبره نه وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي ویلي، ټول اړخونه دې د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيلېدو لپاره هڅې وکړي او یوې پایلې ته دې ورسوي.
شاه محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستان د افغان سولې په پروسه کې هر راز همکاري کړې ده او اوس د دې وخت دی چې دواړه لوري پرته له دې چې خنډونه جوړ کړي بین الافغاني مذاکرات دې پیل کړي.
نوموړي دغه راز ویلي، پاکستان نړیوال او طالبان په افغانستان کې د سولې خبرو ته قانع کړل او په خبره یې د سولې مېز ته د طالبان راوستل کومه اسانه خبره نه وه.
قریشي د سولې هوکړې د لاسلیک پر مهال د پاکستان د شتونپه تړاو هم ویلي، په یاد تړون کې به یې د دوی استازي موجود وي او په وینا یې هیواد یې په دغه پروسه کې ډېرې هڅې کړې دي.
قریشي دغه څرګندونې داسې مهال ترسره کوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو کې ورځ تر بلې خنډونه زیاتېږي او دغه پروسه ځنډول کېږي.
تهران راډیو
captcha