IQNA

د فلسطین مسئله د ابوظبۍ د شاته پاتې والي سبب کیږي

22:19 - August 21, 2020
د خبر لمبر: 3483538
تهران (ایکنا)- د اماراتو د خارجه وزیر مرستیال له صهیونیسټي رژیم سره د شرمناکې موافقې په توجیه کښې مدعي شو چې د فلسطین مسئله د ابوظبۍ د شاته پاتې کیدو سبب ګرځي.
د اماراتو د خارجه وزیر مرستیال له صهیونیسټي رژیم سره د شرمناکې موافقې په توجیه کښې مدعي شو چې د فلسطین مسئله د ابوظبۍ د شاته پاتې کیدو سبب ګرځي.
عمر سیف غُباش یوې صهیونیسټي ورځپاڼې ته په مرکه کښې مدعي شوی چې د ټیکنالوجۍ په برخه کښې د اسرائیلو پرمختګ سبب شو چې امارات له دغه رژیم سره د موافقې په لور لاړ شي.
غُباش ادعا وکړه د فلسطین مسئله چې یوازې د فلسطینیانو ترمینځ یولړ کورنۍ نښتې دي، د اماراتو د وروسته پاتې والي سبب کیږي خو مونږ ځانونه د فلسطینیانو په کورنیو ستونزو کښې نه ګیروو.
په دې لړ کښې بل خبر دا چې د اماراتو د حکومت په بهرنیو چارو کښې صلاحکار وزیر انور قرقاش تیر ماښام د اټلانټیک شورا له پوهنکور سره په ویډیو کانفرنس کښې وویل: ابوظبۍ به د نړیوالې موافقې په بنیاد خپله سفارتخانه په تل ابیب کښې جوړه کړي.
تهران (راډیو)
captcha