په دې وروستیو کې د پولیتیکو ویبپاڼې د امریکې د اطلاعاتي او د دې هیواد حکومت ته د نږدې چارواکو له راپورنو په نقل سره ادعا کړې چې ایران په سویلي افریقا کې د متحده ایالاتو سفیر د وژلو اراده کړې ترڅو د جنرال قاسم سلیماني د وژنې غچ واخلي.
په داسې حال کې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرامپ د پولیتیکو ویبپاڼې د راپور په غبرګون کې ادعا وکړه، د امریکې په خلاف د هر اقدام او غبرګون ځواب به سل برابره ورکړی شي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قوماندان، سردار حسین سلامي د چارواکو، قوماندانو، د مرکزي قوماندان او کارمندانو د سهار په مراسمو کې یادونه وکړه: اسلامي جمهوریت به هغه ټول کسان چې د شهیدسلیماني په شهادت کې نیغ په نیغه یا پټ لاس لرلو، خپل هدف ګرځه وي او دا پيغام جدي دی.