IQNA

په هند کې مشهور شیعه ملا مړ شو

23:18 - November 25, 2020
د خبر لمبر: 3483835
تهران (ایکنا) - د هند د مسلمانانو د حقوقي ډلې مشر او د دغه هیواد د شعه مسلمانانو مشهور عالم سید کلب صادق نقوي، له یوې ناروغۍ وروستو مر شو.

د هند د مسلمانانو د حقوقي ډلې مشر او د دغه هیواد د شعه مسلمانانو مشهور عالم سید کلب صادق نقوي، له یوې ناروغۍ وروستو مر شو.
هغه په ۱۹۳۹ کال کې د هند د اوتارپرادیش ولایت په لکهنو ښار کې دنیا ته راغلې و، پلار یې کلب حسین مشهور دیني عالم و، کلب صادق له مسلم علیګړ پوهنتون په عربي ژبه کې د دکتر مدرک درلود.
دا شیعه روحاني په ۱۹۸۴ کال کې د توحید مسلمین په نوم د هند اړتیا لرونکي زدکړه کونکو لپاره غونډه جوړه کړه. هغه همداشان د خیریه کارونو په چارو کې د روغتون او په لکهنو کې خیریه درملنې مرکزونه او د هند په نورو ښارونو کې فعالیتونه درلودل.
کلب صادق د محرم الحرام د مجلسونو لپاره د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته سفر کړې و، هغه د هندوستان د شعیانو له مشهور شخصیتونو او په برصغیر کې د اسلامي انقلاب له مهمو مرستیالو شمیریدو.
هغه پرون د ذات الریه ناروغۍ له کبله مړ شو.
3937258

captcha