IQNA

په یمن کې د انصارالله سیاسي غورځنګ:

ایران حق لري د خپل ساینس پوه د ټرور په وړاندې غبرګون وښيي

23:34 - November 28, 2020
د خبر لمبر: 3483851
تهران (ایکنا) - په یمن کې د انصارالله د سیاسي غورځنګ دفتر ټینګار وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت حق لري د خپل ایټمي ساینس پوه محسن فخري زاده د ټرور په غبرګون د دغه جنایت لاملینو ته سخت ځواب ورکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت د څېړنیزو او نوښتونو رئیس او ایټمي ساینس پوه محسن فخری زاده د جمعې په ماځیګر کې د تهران ښار په څنډو کې په یو ترهګریز برید کې په شهادت ورسېد.
په یمن کې د انصارالله د سیاسی غورځنګ دفتر تېره شپه اعلان وکړ: د فخري زاده په څېر د لویو ساینس پوهانو ټرور د اسلامي امت د پوهي او د پرمختګ څخه د منخیوي په لړ کې د اسلام د دښمنانو له خوا تر سره کیږي تر څو عصري پوهي د دوی په انحصار کې پاتي شي خو دوی دي خبر ووسي چي دغه شان هڅې به نتیجه ورنکړي.
د یمن د ملي ژغورنې د دولت د بهرنیو چارو وزیر په یو پیغام کې د دغه ټروریسټي پیښي په غندلو سره وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي ساینس پوهانو ټرور د صهیونیستي رژیم او د هغه د ملګرو له خوا پلان شوی، ځکه هغوی د ایران د دفاعي ځواک او پوهنیزو وړتیاو څخه وېره لري.
تهران راډیو
captcha