د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله سید علی خامنه ای د ایران د وتلی دفاعي او ایټمي ساینس پوه د شهادت په مبارکي ویلو او د هغه د نشتون د امله د خواخوږۍ په څرګنډولو سره د هغه د ټرور د لاملینو پر پرېکنده سزا ورکولو او د هغه شهید د هڅو دوام ورکولو باندې ټینګار وکړ.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه: دغه ایټمي او دفاعي ساینس پوه چي د جنایتکاره مزدورانو له خوا په شهادت ورسېد، خپل نازولی ژوند د پوهنیزو هڅو په خاطر د خدای پاک په لاره کې ورکړل او د خدای پاک له جانبه د شهادت ستر مقام د اجر په توګه تر لاسه کړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت د څېړنیزو چارو او د نوښتونو مشر او وتلی ساینس پوه محسن فخری زاده د جمعې په ورځ د یو ترهګریز اقدام په ترڅ کې په شهادت ورسېد.
3937799