د ایران د اسلامی شورا استازو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په دې په ټینګار سره چې د شهید محسن فخري زاده په ترور کې د وحشي او انسان وژونکي صهیونیسټي رژيم لاس په بشپړ ډول ښکاره دی ، وئيل شوي دي ، د صهونیسټ رژيم عوامل به حتما په موقعې ددغه جنایت تاوان ورکړي .
د اسلامی شورا استازو په دغې اعلامیې کې یادونه کړې ده،د ایران ددفاعي او ایټمي ساینسدان ډاکټر محسن فخري زاده دترور تراخې غمیزې د ایران درس ولس ویرجن کړ ی دی .
په دغه اعلامیې کې همداراز وئیل شوي دي،که څه هم صهیونیسټي عوامل له دې درکه چې ایټمي پوهه مودې مودې کیږي،ځاي شوي او د زرګونو ایرانیو ځوانوپوهاندو او غوره شخصیتونو په ذهن کې تر باده پاتې شوي ده ، خو دوي به ددغې بوږنونکي پيښې تاوان په چورلټ ډول ورکړي .
د ایران د اسلامی شورا استازو په دغې اعلامیې کې د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس د بې مخینې پلټنو د دوام د مخنیوي او پخپلې خوښې د الحاقي پروټوکول د اجرا د ختمیدا له لارې د هیواد ایټمي صنعت د احیاء په ضرورت ټينګار کړی دی.
تهران راډیو