د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح د هیواد خلکو ته ډاډ ورکړ چې د روان کال د ژمي تر پاې پورې به په کابل ولایت کښې د طالبانو د ټولو غړیو جرړه وویستل شي .
امرالله صالح وویل د اشرف غني حکومت له طالبانو سره په مبارزې او د هغوې په ځپلو کښې ډیر جدي دی .
د افغانستان د دغه لوړرتبه حکومتي چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د کابل ولایت بیلا بیلې سیمې په تیرو څو ورځو کښې د خونړیو بم چاودونو او حملو کتونکي دي چې له کبله یې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي هم دي.
تهران راډیو