IQNA

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې اودریدلي مذاکرات پیل شول

20:02 - December 04, 2020
د خبر لمبر: 3483876
تهران (ایکنا) - د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ په قطر کښ د صلحې د خبرواترو اودریدلې بهیر پس له تقریباً دریو میاشتو بیا پيل شو.
د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ په قطر کښ د صلحې د خبرواترو اودریدلې بهیر پس له تقریباً دریو میاشتو بیا پيل شو.
د افغانستان د حکومت او طالبانو د پلاویو ویاندویانو د صلحې د مذاکراتو د ایجنډا د فاینل کیدو په تائیدولو سره وویل: خبرې اترې له بندونه وتلې دي او د خبر تر مخابره کیدو پورې دواړه لوري د اختلافاتو د هواري لپاره په مذاکرې لګیا دي.
په دوحه کښې د افغانستان د حکومتي پلاوي ویاند احمد نادر نادري پرون طلوع نیوز ته په مرکه کښې وویل: د خبرواترو د سریزې په شمول د هغو د چوکاټ په سر مذاکرات چې د هغو د لازیات روښانه کیدو په هکله بحث دوام درلود، فاینل شوې دی.
د طالبانو د مرکچي ټیم ویاند محمد نعیم هم وویل: د فاینل مذاکراتو د ایجنډا بحث فاینل شوی دی او په دوحه کښې د صلحې په هکله خبرې اترې پیل شوې دي.
کابو درې میاشتې مخکښې د قطر په دوحه کښې د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د صلحې خبرې اترې په رسمي توګه پيل شوې وې خو د طرفینو ترمینځ د اختلاف په وجه اودریدلې وې. د افغانستان خلک هیله لري چې د صلحې د مذاکراتو په پرمختګ سره جنګ او وژلې ختمې شي او دوي خپل عادي ژوند پیل کړي.
تهران راډیو
captcha