IQNA

صهيونېسټ رژيم په ابوظبۍ کښې خپل سفارت پرانېستۀ

10:33 - January 25, 2021
د خبر لمبر: 3484011
تهران (ایکنا) - د صهيونېسټ رژيم د خارجه وزارت وياند وويل چې د دغه رژيم سفارت د دغه رژيم د دېپلومېټک پلاوي په ورتلو سره پرون په سرکاري توګه په ابوظبۍ کښې پرانېستل شو.
ليورحيات وويل، د اصلي ودانۍ د پرانېستل کېدو تر وخته به د صهيونېسټ رژيم سفارت په موقته دفاترو کښې فعاليت کوي.
همدا رنګ رپوټونه د دې ښودنه کوي چې د اسرائيلو د جعلي رژيم کنسولګري به هم د اماراتو په دوبۍ ښار کښې خپل فعاليت شروع کړي.
په ابوظبۍ کښې د صهيونېسټ رژيم د سفارت د پرانېستل کېدو خبر له دې وروسته خپريږي چې دغه سفارت په منامه کښې څو هفتې مخکښې خپل کار شروع کړے دے.
تر اوسه اماراتو، بحرين، سوډان او مراکش څلورو هېوادونو د امريکې په دباونو سره له اسرائيلي رژيم سره خپل سفارتي تعلقات په پوره توګه جوړ کړي دي چې دا چاره په اسلامي نړۍ کښې له پراخو مخالفتونو سره مخامخ شوې ده.
جیو نیوز
captcha