IQNA

د امام علي علیه السلام د زیارت لخوا د قرآن ملي سیالیو دویمه برخه

23:25 - May 09, 2021
د خبر لمبر: 3484287
تهران (ایکنا)- د امام علي علیه السلام د زیارت د قرآن کریم ملي سیالیو له دریمې دورې دویمه برخه، په نجف کې د دې زیارت لخوا پيل شوې.

د امام علي علیه السلام د زیارت د قرأآن ملي سیالیو همغږی کونکي حسن العامري، په دې اړه وویل: د دې سیالیو په لومړۍ برخه کې ۴۵ ګډون کونکو شتون لرلو چې له هغې دویمې برخه ته ۱۵ کسانو لار پیدا کړه. په دویمه کې هم په پای کې له ۵ ګډون کونکو لومړي تر دریم مقامات ترلاسه کړل.
هغه زیاته کړه: د دې سیالۍ دویم پړاو خپرونه به د روژې مبارکې میاشتې له څلورویشتمې نېټې په ځايي وخت د ماسپخین په ۱۲بجو پیل شي او د دې برخې په داورانو کې به ډاکټر کریم جبر الزبیدي د وقف او ابتدا له نجف اشرف ولایت، پروفیسور حسین الحلو ، د لحن او غږ داور د کربلا له ولایت، پروفیسر رضا نصرالدین المسوي ، له نجف اشرف ولایت د غږ داور او له بغداد ولایت ډاکټر رافع العامري به د جوید داور وي.
د یادونې وړ ده چې د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې د امام علي علیه السلم د زیارت د قرانکریم مرکز هرکال د روژې د مبارکې میاشتې په اوږدو کې د ځانګړي پروګرامونو ترڅنګ د مختلف قرآني فعالیتونه هم ترسره کوي. د قران پاک د تلاوت مراسم او مختلف قرآني او دیني کنفرانسونه او غونډې د دي سیالۍ نورې برنامې دي.
3970374

captcha