ایکنا خبری آژانس د روسیاالیوم له قوله راپور راکړ د عربستان لوړې محکمې دجمعې په ورځې دیوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی، چې په عرفات کې به د توقف،یعني دعرفې ورځ د جولائي په اتلسمه نیټه او د قربانۍ د لوي اختر ورځ هم یوه ورځ وروسته ، یعني د جولائي په نولسمه نیټه ولمانځل شي .
دغه مرکز د عربستان د میاشتې د لیدو د ادارې له قوله وئیلی دي ، د ذی الحجې میاشت پرون د جمعې په ناوخته نه ده لیدل شوي او شنبه ورځ به د ذی القعدې وروستۍ یعني دیرشمه ورځ وي او په دې توګه به سبا یعني په یکشنبې ورځې د ذی الحجې لومړنۍ ورځ وي .