IQNA

د مصر یو ځوان دقرآن کریم زړه راکښونکی تلاؤت کوي

تهران(ایکنا) -فوزي عیاد په مصر کې د قرآن د حفظ او تلاؤت په باب د جبرییل نومې رمضانیه سیالیو کې لومړۍ مقام ګټلی او دغه راز ئې دمصر په پورت سعید ولایت کې په الفائزون نړیوالو سیالیو کې دریم مقام او همداراز دالازهر پوهنتون په سیالیو کې هم لومړی مقام ګټلی دی

ایکنا خبری آژانس د صداي البلد  خبری سایټ له قوله راپور راکړ ، د مصر د بحیره ولایت د الازهر اسلامی  پوهنځي یو زده کونکی فوری محمد عبادي چې اته ویشت کلن دی ، اود قرآن کریم  د تلاؤت  په سیالیو کې ئې زیاتې  جایزې هم ګټلي دي،ډير په زړه راکښونکی غږ سره  تلاؤت کوي  او آوریدونکی ئې له ستایلو نه ستړیږي .

راپور ښئ فوزي محمد عیاد د ۱۹۹۲کال دفرورۍ په لومړۍ نیټه  دمصر په بحیره ولایت کې زیږیدلی دی او په ډیر کم عمر کې ئې ټول قرآن  حفظ کړی دی . هغه وائی په کور کې ئې د مصر د قرآن ریډیو  په آوریدو سره  له قرآن کریم سره ډیره زیاته مینه پيداکړې  او د قرآن کریم په تلاؤت کولو سره ئې پخپله د تلاؤت کولوته مخه کړې  او دغه راز پخبلو وړتیاؤ په رابرسیره کیدا سره ئې دقرآن ریډیو له لارې دتلاؤت روده خپله کړه  او ډير زر ئې په زړه پورې تلاؤت  پيل کړ دغه راز ئې په ځينو قرآني سیالیو کې برخه اخستل هم پیل کړل او دغه راز ئې په دعاګانو سره خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړل .

 فوزي محمد عیاد د قرآن د تلاؤت سټایل او انداز له لویو مصری قاریانو زړه کړی ،چې په هغوی کې دمصر خدای بخښلی طه الفشنی  او شیخ نصرالدین طوبار او همداراز شیخ محمد عمران دي چې د دوي له خوږ او انداز ورباندې ډیرې اغیزې شنیدلي دي .

3983240