IQNA

دحضرت امام موسی کاظم (ع)نیکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وی

تهران(ایکنا) -هغه حضرت په علم، خاکسارۍ، زياتې صدقې ورکولو، سخاوت او بخشش کولو کښې زيات مشهور ؤ؛ امام موسی کاظم (ع) د هغو کسانو په وړاندې چې ورسره يې بدي کوله د زيات صبر او مهربانۍ په وجه په کاظم لقب ملقب شو.

نن د خالي ورځ د ذی الحجې يا لوے اختر د مياشتې شلمه نېټه د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو (ع) څخه د اوم امام، حضرت امام موسی کاظم (ع) د ميلاد ورځ ده.

امام موسی کاظم (ع) د ۱۲۸ هجري قمري کال د ذي الحجې د مياشتې په شلمه نېته د مکې معظمې او مدينې منورې ترمېنځ په الابوا کلي کښې دنيا ته تشريف راوړۀ.

د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام دنیکمرغه زوکړې په مناسبت دعراق په کاظمین کې دهغه بزرګوار د  سپیڅلي حرم  انځورونه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .