ایکنا خبری آژانس د الطریق له قوله راپور راکړ، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی دنړۍ پر دیني عالمانو غږ کړی ،څو له هغو ناسمو افکارو سره چې په سوشل میډیا کې د اسلام ددین اصل داغي کوي ،مقابله وکړي .
د مصر د ولسمشر ویندوي بسام راضي بیګا ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي السیسی و پرون ماسپيښین د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په نړۍ کې د فتواګانو د موسیسو دهغه نړیوال کنفرانس کې دګډون کونکو پلاؤ کوربه ؤ چې دمصر دارالفتای ادارې په وسیله په ډيجیټل دوران کې د فتوا دموسیسو په شعار سره له بل پرونه پیل شوی دی
هغه دغه راز وئيلي دي السیسي دنړۍ د ۸۵هیوادونو دیني عالمانو ته دستړي مه شې په ورکولو سره چې له ټولنیزو چینلونو څخه داستفادې په پراختیا او په اوسمهاله پرمختګونو سره په دغه کنفرانس کې ئې ګډون کړی ، په نړۍ کې د فتوا د موسیسو د همپالنې پر اهمیّت باندې ټينګار کړی دی .
https://iqna.ir/fa/news/3988110