
ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، د محرم د مقدسې میاشتې په رارسیدو سره زړونه بیا غمجن شوي او بې اختیاره له زړونو د یا حسین چغه پورته کیږی،شاعرانو او مداحانو ددغو درستو چغو او انګازو درستې نړۍ ته په رسولو کې هیڅ هڅه نه ده سپمولې او نن سبا ددنیا په ګوټ ګوټ کې د یا حسین یاحسین او لبیک یا زینب چغې پورته کیږي.