IQNA

د جومات نړیواله ورځ دې پر ټولو بختوره وي

تهران(ایکنا) -هرکال د اګست یویشتمه یعني د زمري د میاشتې دیرشمه نیټه،د جوماتونو نړیوالوه ورځ نومول شوې ده

ایکنا خبري آژانس راپور راکړ په ۱۳۴۸لمریز کال کې په همداسې ورځ الاقصی جومات، چې د نړۍ د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده وحشی صهیونیسټانو وسوځوه،چې د نړۍ د مسلمانانو زړونه ئې تردې دمه دردولي دی . په دغه راپور کې د وکیل جومات او عتیق جومات پشمول د شیراز د تاریخی جوماتونو انځورونه(له کرونائی بحران څخه مخکې) ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.