ایکنا خبري آژانس د صدی البلد له قوله راپور راکړ ، دمصر یوه ځوان قاري محمود الشحات انور د مصر په دغه ټولنیز چینل کې په یوې ناستې کې د قرآن کریم دقریش سورې تلاؤت په یوه نوښتي رودې سره او د ورش او نافع په روایت سره وړاندې کړ چې ډير په زړه پورې او ښکلی انداز ؤ .
د مصر یو ځوان قاري محمود الشحات ددغه هیواد د ؛صدی البلد؛ خبری ویب سایټ په دفتر کې په شتون سره د نافع او ورش په روایت سره د قریش سورې یو نوی او نوښتي تلاؤت وړاندې کړ.
محمود الشحات زیاته کړې ، دالازهر اسلامی مطالعاتو په پوهنځي کې مو خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او د مصر د وخت د ولسمشر حسین مبارک په وړاندې مو هم دقرآن کریم تلاؤت وکړ.
د مصر دغه ځوان قاري همداراز د اسلامی نړۍ ګوټ ګوټ ته دخپلو سفرونو په باب هم خبره کړې او په دوام کې ئې وئيلي دي ، دمصر له مختلفو سیمو څخه ئې ډيرې بلنې ترلاسه کړي او په ډيرو مناسبتونو کې مو د تلاؤت لپاره شتون هم پیدا کړی دی .