ایکنا خبری آژانس راپور راکړ د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د لیږد لپاره د ټول قرآن کریم د حفظ د څانګې د ټاکنې امتحان نن سهار د خیریه چارو او اوقافو د ادارې د قرآني چارو په مرکز کې پیل شوې او تر ماښام پورې پاي ته رسیږي .
په دغه امتحان کې د حفظ په څانګې کې معتز آقائي او امیر آقائي ،د غږ په څانګې کې محمد عباسي،د وقف اوابتدا په څانګې کې ،حسین اخوان اقدم، د لهجې په برخې کې محسن یار احمدي او د تجوید په برخې کې د جمعې امام عباس د ژیوري پلاوي په توګه موجود دي همداراز ددغه امتحان د ژیوري پلاوي یا د قضاؤت کونې څارونکی هم محمد مهدي بحرالعلوم دی .
په دغه امتحان کې چې په ژوندۍ ویډیوئي کنفرانس په بڼه ترسره کیږي،دولس غوره کسان برخه اخلي،دا هغه کسان دي چې په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ لمریز کلونوکې د قرآن کریم په عمومي سیالیو کې غوره شوي دي .
ددغه راپور په اساس ، په د غه امتحان کې حاضر کسان د تهران ولایت د اوقافو او خیریه چاروپه ادارې کې د شتون له لارې په امتحان کې ګډون کوي . همدرااز دتهران ولایت استازي هم په دغه مرکز کې په شتون سره پکې شتون لري .