IQNA

د کربلامعلی درسته فضا د لبیک یاحسین له انګازو ډکه ده

تهران(ایکنا)- راپورونه تر دې دمه د عراق کربلا معلی سپیڅلي ښار ته د درست عراق اودغه راز له نړۍ د بیلابیلو هیواډونو د مختلفو ملیتونو څه دپاسه څوارلس میلیون حسیني مینه وال د ابا عبدالله الحسین او حضرت ابوالفضل العباس علیهم السلام په سپیڅلو حرمینو او شاوخوا کې ویر او ماتم کوي او له اهل بیت علیهم السلام سره خپله مینه نندارې ته وړاندې کوی.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ په عراق،پاکستان او ځینو نورو هیوادونو کې نن د حسیني اربعین ورځ ده او حسیني مینه وال په دې مناسبت ولولناکې دستورې ترسره کوي.ويیل کیږي په کربلا کې تردې دمه څه دپاسه څوارلس میلیون حسیني عزادار په غونډیدا سره د لبیک یاحسین،لبیک یا زینب او لبیک یا مهدي چغې پورته کوي او له ظالمانو او جنایتکارو خپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کوي.

https://iqna.ir/en/news/3475807/arbaeen-mourning-rituals-in-karbala