ایکناخبری آژانس د پارس ټوې ډې له قوله راپور راکړ ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په داسې حال کې چې د پاکستان د تحریک طالبانو غیر قانوني ډلې له وګړو سره د پخلاینې لپاره هڅه کوي ، وئيلي دي ، مونږ د تحریک طالبان دغیر قانوني ډلې له ځینو وګړو سره چې په سولې او پخلاینې پسې دي ، خبرې اترې پیل کړي دي او دا اقدام د سولې دټينګیدا په موخې سره ترسره کیږي ،دپآکستان په تحریک طالبان ډلې کې مختلفې څانګې دسولې غوښتونکي او دمونږ له حکومت سره د روغې جوړې نیّت لري ، پر دې اساس مو ورسره خبرې پیل کړي دي .له دې مخکې د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم په یولړ څرګندونو کې وئيلي وو چې که تحریک طالبان له شر غواړو کارونو لاس واخلي او وسله پر مځکه کیږدي ، نو دوي ته د عام معافۍ ورکولو امکان شته دی . په دې پسې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم پخپلو څرګندونو کې دغه شان نرمه لهجه کارولې ده .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان مختلفو مذهبی او سیاسي ټولنو د پاکستان د مرکزي حکومت ددغې مرموزې پالیسۍ باندې سخت غبرګونونه ښودلي دي ،او وئيلي ئې دي چې که د تحریک طالبان ورانکارو وګړو ته عام معافي ورکړل شي چې د افغانستان د طالبانو په مینځګړ یتوب ورسره خبرې کیږي، نو دهغو څه دپاسه اویا زره شهیدانو او په لسګونو زره نورو ټپيانو او دغه راز د میلیونونو ډالرو تاوانونو باندې به چې دپاکستان ولس د خپل هیواد او ناموس ددفاع په خاطر قرباني کړي ، اوبه وبهیږي او پاکستان ته به یو ځل بیا د ترهه ګرو او ورانکارو تګ راتګ زیات شي او د پاکستان ولس به یو ځل بیا له ترینګلتیاؤ او اړۍ ګړئ سره مخامخ شي .