ایکنا خبری آژانس د صدای البلد له قوله راپور راکړ ، ندا احمد عطاالله بردیسي شپاړس کلنه جینۍ د ه او له زیږون له وخت راهسې پرکوَټه او له سنډروم ناروغۍ سره لاس او ګریوان د ه او د مصر په قنا ولایت کې په یوه کلي کې اوسیږي چې دمصري رسندویو په تعبیر تواندیلې ده ، له هغو سړیو څخه چې باؤری دي ، معلولیّت یا پرکوَټوالی یو ډول ناروغي ده چې بشر له طبیعي ژوند له درلودلو محروموي ،له چلنج سره مخ کړ ي.
د پام وړ موضوع دا ده چې هغه له دې تر مخکې پورې د هغو پرکوَټو بچیانو په څير چې په کلو کې لویږي ، ښونځي ته نه ده تللې ، خو پخپله توانیدلې ده په یوه موبایل فون سره او د انټرنیټ له دنیا سره په وصل کیدو سره ئې لیک لوست زده کړ او غیر ممکن ئې ممکن کړ .
ندااحمد تر دې دمه دقرآن کریم اوه جزوې حفظ کړي دي او وائي چې د ټول قرآن کریم د حفظ کولو لپاره خپلې هڅې ته دوام ورکوي دا ئې یوه هیله ده چې یوه ورځ دعمرې کولو شرف هم حاصل کړي او همداراز د رسلو اکرم بزرګوار پر پاک او سپيڅلي حرم زیارت ئې په نصیب شي .
د ندااحمد پرکوټې مصري جینۍ په زړه پورې تلاؤت په یوه ویډیوئی کلیپ کې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .
https://iqna.ir/fa/news/4001720