ایکنا خبری آژانس راپور راکړ د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) عمر چې څلویښتو کلونو ته ورسید، نو په پیغمبرۍ مبعوث شو، کابو دیارلس کاله به مکې کې په ټه ئې داسلام تبلیغ کاوۀ او وروسته ئې د کافرانو دزیاتیدونکي دباؤ او سختیو په نتیجې کې مدینې منورې ته هجرت وکړ چې له لس کلونو تبلیغ او زیار او هڅو او د لومړني اسلامی حکومت په جوړیدو پسې او له ډير برکتناک ژوند وروسته په درې شپيته کلنۍ کې د یولسم هجري قمري کال د صفرې په اته ویشتمه نیټه ئې له نړۍ سترګې پټې کړې او اسلامی امت ئې یتیم پريښود. البته رحمت او برکت ئې تر قیامته ځلیږي .
د اسلام دګران پیغمبر د رحلت په مناسبت درستو پتمنو او تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وایوو. ددغې غمجنې ورځې په مناسبت دانځورونو یو راپور ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .
https://iqna.ir/en/news/3475898/demise-anniversary-of-prophet-muhammad-pbuh