IQNA

په مصرکې د بهرنیو او مهاجرو محصیلینو قرآني سیالۍپيل شوي

15:43 - October 12, 2021
د خبر لمبر: 3484783
تهران (ایکنا) –د مصر الازهر پوهنتون له پرون راهسې د بهرنیو  او مهاجرو یا کډوالو محصیلیونو د قرآن کریم د تلاؤت نړیوالې ځانګړي سیالۍ له پرونه پیل شوي دي .

ایکناخبری اژآنس د اخبار الیوم له قوله راپور راکړد مصر الازهر پوهنتون  له پرون دوشنبې ورځې راهسې  دبهرنیو او کډوالو او مهاجرو محصیلینو  په ګډون دقرآن کریم  دتلاؤت او حفظ ځانګړي نړیوالې سیالیو مقدماتي برخه پیل کړې ده  او  دغه سیالۍ به د تلې یا میزان  د میاشتې تر اته ویشتمې نیټې پورې دوام  ومومي .

دغه سیالۍ د بهرنیو او مهاجرو محصیلینو د توانمنیو او وړتیاؤ  په عنوان سره ،  او  د شیخ الازهر شیخ احمد الطیب او د  مصر له هیواده دبهر محصیلینو د زده کړې د پراختیا دم رکز دمشر ې  میرمن نهله السعیدي  په ملاتړ سره ترسره کیږي  .  

د مصر د الازهر پوهنتون په  اعلامیې کې راغلي دي  دغه مقدماتي سیالۍ له پرونه پیل شوي او د تلې یا میزان دمیاشتې تر اته ویشتمې نیټې پورې به دوام وکړي  او په دغو سیالیو کې د ترتیل او حفظ  څلور سوئې ،یعني ،  په څلورو کې یوه برخه  ، نیمه برخه او په څلورو  کې دریمه برخه  پکې شامله ده .

په دغې اعلامیې کې  وئيل شوي دي ، په سیالۍ کې د ګډون کونکو د سلامتیا د ساتلو لپاره ، د سیالیو دترسره کیدا په وخت  د کرونائي ویروس د خوریدا دمخنیوي  په اړه روغتیائی پروټوکولونه  په بشپړ ډول رعایت شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4004191/ 

captcha