ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز جنرال محمد باقری د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره په کتنه کې له جنرال قمر جاوید باجوا سره مهمو سلاومشورو ته په اشارې سره د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیاو لا پیاوړتیا چی په وروستیو کلونو کې پراخه شوی ده ، ضروری وبلله .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په دغه کتنه کې د سرحدی ، اقتصادی ، پوځی او امنیتی زمینو کې له ایران سره د اړیکو د ژورتیا لپاره د پاکستان په ژمنتیا ټینګار وکړ . د پاکستان لومړي وزیر د سرحدی ، اقتصادی ، پوځی او امنیتی زمینو کې له ایران سره د اړیکو د ژورتیا لپاره د پاکستان په ژمنتیا ټینګار وکړ .
د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري پاکستان ته د خپل رسمي سفر په لومړیو کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره هم مهمه کتنه او خبرې کړي دي .