ایکناخبری آژانس د آناتولي له قوله راپور راکړ،د افغانستان د اهل تشیَع دیني عالمانو ددې خبرې په کولو سره چې طالبانو ددوي وسلې غونډې کړي دي،ووئيل ،د اهل تشیَع د جوماتونو، ښونځیواو ددینی مدرسو په څير د ځایونو د امنیت ټينګولو لپاره ئې بیا د وسلو د ورکولوغوښتنه کړې ده .
دافغانستان دشیعیانود شورا مشر اود کندهار د جمعې لمانځه امام چې د اکتوبر په پنځلسمه نیټه ددغه ښار په جومات د تکفیری داعشیانو د جنایت په وخت ئې د جمعې لمانځه امامت کاوه، په دې زمینې کې ددغو حملو او همداراز په دغه هیواد کې دامنیت د ټينګولو لپاره د طالابنو د کافی تجروبې د نه درلودلو په دلیل د افغانستان د شیعیانو د ژوند د امنیت په اړه د اندیښنې په څرګندولوسره ووئيل،د طالبانومسئولانو د امنیتی تدبیرونو دزیاتولو ژمنه ورکړې اووېئلي ئې دي،چې ددغه شان پيښو دکمولو لپاره به امنیتی اواطلاعاتي مامورانو شمیر نوره هم زیات کړي .
زاهدي ددغو حملو اصلي موخه د اهل تشیَع اواهل تسنن ترمینځ دمذهبی جنګ اوشخړو رامینځةکول وبلل او وې وئيل ،ددغو حملو یوه موخه دداعش د فعالیت ښودل دي،دوي غواړي ،له دې لارې خپل موجودیّت اعلان کړي .
په افغانستان کې د ستر دیني مرجع آیت الله سیستاني نماینده حسین نوري شورپرایی چې له نهو کلونو راهسې د کندهار د جمعې لمانځه امامت په غاړه لري،هم په افغانستان کې د مذهبونو د پيروکارو ترمینځ د اتحاد په شتون په ټينګار سره ووئيل ددغه شان جنګ هیڅ امکانن نشته او دا یوه استعماري دسیسه ده .
هغه دغه راز جوته کړه په دغو دسییسو نه یوازې مونږ،بلکې اهل تسنن هم ډير اندیښمن دي او په دې اړه د تکفیری ترهه ګرو د جنایتونو خلاف دي . هغه د افغانستان دبلخ له والي سره خپلې کتنې ته په اشارې سره ووظیل،په دغې کتنې کې مو د هغو داعشي تکفیری ترهه ګرو دپيژندګلوۍ لپاره چې له زندانه تښتیدلي دي او ځانونه د طالبانووګړي بریښوي،د یوه کمیشن د جوړولو په اهمیّت ټينګار کړی دی . حسین نوري شورپرایی همداراز پر طالبانو غږ کړی،څو د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو سره دې ددغه هیواد په قوانینو کې د رسمي مذهب په توګه د شیعه مذهب موقعیّت ته دوام ورکړي .