IQNA

پر ملتونو دمسلمانانو د برلاسي دلیلونه د یوه پاکستانی قاري په تلاؤت کې وړاندې شوي

تهران(ایکنا) – د وحدت اونۍ له  شپو ورځو سره په یووخت نړیوالوقاریانو، د؛ بدرالدجی ؛ په قرآني پلان کې  په ګډون سره  چې د ایکنا په نوښت سره ترسره شوی ، ددغه رسندوئې د دوستو قرآني مخاطبانو ته دوحی د کلام  آیتونه په زړه پورې غږونو  کې وړاندې شوي دي  .

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،په خپرې شوي ویډیو کې د پاکستان  یوه غوره او مشهور قاري  او د ټول قرآن حافظ عبدالله خالد، پر امتونو دمسلمانانو د برلاسه دلیلونو په باب  د آل عمران سورې د  یوسل لسم او یو سل یولسم آیتونه تلاؤت کړل .

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۱۱۰

 ؛ تاسو ترټولو ښه امتي یاست چې ( دانساني ټولنو د  اصلاح لپاره )پنځول شوي یاست ،د ښه ، غوره  او خوښ کار امر کوئ او له ناخوښو او ځيږو کارونو منع کوئ  او ( په تحقیق ،معرفت ، ضصدق او اخلاص سره ) په خداي ایمان راوړئ او که اهل کتابو  ایمان راوړلئ ،نو د دوي لپاره لاښه وه ، له دوي ځيني مومنان (له قرآن او پیغمبر سره دي) او زیاتره ئې فاسقان دي .

لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ ﴿۱۱۱  

؛هیڅکله هم درته له لږو کړاؤنو زیات څه تاوان نشي درکولی   او که له تاسو سره وجنګیږي ،(نو ماته خوري ) او تاسو ته شاکوي او (تښتي ) ،هغه مهال ورسره نور مرسته نشي کولی ::::

ددغه په زړه پورې تلاؤت ویډیوئي کلیپ ستاسو په خدمت کې  هم وړاندې کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4008563/%D9%81%DB%8C%D9%84%D9%85-