ایکنا خبری آژانس د فتبینوا له قوله راپورراکړ د نیویارک د الصدیق اسلامی مرکز او د جامع جومات خطیب شیخ عبدالرشید چې ددغه مرکز ددینی درسنو استاد او داسلامی پروګرامونو مدیر هم دی،لس ډوله قرآئتونو اجازت هم لري،د ولولناکو خطبو په سبب ډير مشهور دی او دهغه سټایل د ډيرو خلکو له تاؤدۀ هرکلی سره مخ دی .دهغه د یوې خطبې ویډیو چې هغه په خپل یوټیوب چینل کې خپره کړې ده ،ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو، په دې هیله چې خوند ترې واخلئ او استفاده ورځیني وکړئ .