IQNA

کشمیر........د طبیعي ښکلاؤ او د ایماندانو خلکو ټاټوبی

تهران (ایکنا) -  کشمیر په طبیعي لرلیدونو سره  دنړۍ یوه تر ټولو ښکلي او په زړه پورې سیمه ده. د اسلام دین ددغې بهشت په شان سیمې په خلکو کې ژورې ریښې لري  او  د دوی زیارت ځایونه  سلګونو کلونو مخکې پړاؤ ته ورګرځي .

ایکناخبری آژانس راپو ر راکړ، دکشمیر ډيره ښیرازه او شنه سیمه  سیمه ایز خلک د جنت یوه ټوټه ګڼي ،په داسې حال کې  چې ددغې سیمې زیاتره ولس مسلمانان دي او په دوي کې له اسلام سره  مینه سلګونو کلونو مخکینیو پړاؤنو ته ګرځي .  البته له بده مرغه په همداوروستیو څو کلونو کې  د هندوستان  پوځ او  واکمن ګوند بی جې پي افراطي  ګوند ددغې سیمې د خلکو ژوند تریخ کړی او دغه ستره او په زړه پورې سیمه ئې د اوسیدونکو لپاره  په یوه ستر زندان بدله کړې ده ا و داسې کومه ورځ نشته چې  په د غې سیمې کې ځاي اوسیدونکي    دخپلو بچیانو جنازې اوچتې نه کړي  همداراز ئې د دوي جوماتونه او هستوګنې ځایونه هم  له خاورو سره خاورې کړي دي .

د بهشت د یوې ټوټې یعني د کشمیر په زړه پورې انځورونه ستاسو درانۀ حضور ته وړاندې کیږي ، په دې هیله چې د خوند  ترې واخلئ .

https://iqna.ir/en/news/3476425/kashmir-land-of-faithful-people