ایکناخبری آژانس د الخلیج له قوله راپور راکړ، په انساني او کلتوري چارو کې د دوبئ د حاکم سلاکار ابراهیم بو ملحه ددغو نړیوالو سیالیو دترسره کیدا په باب ووئيل ، دا سیالۍ د دوبئ د قرآن کریم د نړیوالې جایزې د پروګرامونو یوه برخه ده او د خداوندمتعال د کتاب په حفظ کې او په ډيرو اسلامی او عربی هیوادونو کې د انسان دوستۍ او خیریه اقداماتو په ترسره کولو کې مهم رول لري .
هغه دغه راز ووئيل د نړۍ له پنځوسو هیوادونو څخه د قرآن کریم حافظو میرمنو په دغو قرآني سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړی دی او په راتلونکو ورځو کې هم دغه شمیر نوره هم زیاتیږي .
بوملحه په دوام کې ووئيل ، په دغو سیالیو کې ګډون کونکي د نومبر په اولسمه ،اتلسمه او نلوسمه نیټه اماراتو ته رسیږي او د داؤرانو په پلاوي کې هم د سعودي عربستان ، متحده عربی اماراتو ، مصر ، انډونیشیا او پاکستان څخه نړیوال قاریان او حافظان به داؤري وکړي .
هغه دغه راز ووییل، د داؤرانو یا قاضیانو یوه بله کمیټي هم د حافظانود حفظ په باب د ډاډمنیدا لپاره دقرآن کریم دحافظانو دمقدماتي امتحان دترسره کولو لپاره په نظر کې نیول شوي دي . دغه سیالۍ په د مازدیګر څلور بجو څخه پیل شي او دروغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره او د دوبئ د علومو اوکلتوري غونډو په هال کې به ترسره شي او د دوبئ د نور سپوږمیز چینل له لارې او دغه راز د دوبئ د نړیوالې جایزې د یوټیوب چینل له لارې هم خپریږي .