IQNA

ملایشیا د سکواش په نړیوالو لوبوکې د صهیونیسټي ټیم له شتون سره مخالفت وکړ 

15:27 - November 24, 2021
د خبر لمبر: 3485018
تهران (ایکنا) -  د ملایشیا حکومتي چارواکو ،  دفلسطین په ملاتړ کې ،  په کوالالامپور کې د سکواش   په نړیوالو لوبو کې  د صهیونیسټ رژيم  د سکواش  ټیم له ګډون سره مخالفت وکړ .

ایکناخبری آژانس د العهد له قوله راپور راکړ،د ملایشیا چارواکو،د ملایشیا په نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره د صهیونیسټ رژيم د سواکش ټیم د واردیدو اجازت نه دی ورکړی.او دغه راز ئې  له فلسطینی ملت څخه د خپل ملاتړ یوه ژمنه پوره کړې ده .

د صهیونیسټ رژيم د سکواش  ملی ټیم لوبغاړو په دغو سیالیو کې چې ددسمبر له لومړۍ نیټې  پيلیږی،  د حاضرو څلورویشتو ټیمونو په ټول کې  ددغه ټیم له شتونه د ملایشیا د ډډه کولو په نسبت   خپګان ښودلی دی .

په راپور کې وئيل شوي دي ، د صهیونیسټ رژيم  د سکواش ټولنې د  سکواش نړیوال فیډریشن څخه غوښتي دي ، چې  ملایشیا ډې پابنده کړي،چې په ملایشیا کې دې دغو لوبو ته د دوي د ټيم له ورتلو سره موافقه وکړي ،خو  دا غوښتنه ئې رد شوې ده .

د سکواش نړیوالې سیالۍ د دسمبر له اومې نیټې په ملایشیا کې پیلیږي. ملایشیا د فلسطین د آئيډیال یو ملاتړی اسلامی هیواد حسابیږي .

له دې مخکې ملایشیا په کوالالامپور کې د ښاروالۍ د ودانۍ په وړانډې د فلسطین په نامې سره یو واټ هم نومولی او مخ کتنه ئې کړې ده .د ملایشیا د عبدالهادي آوانګ په مشرۍحزب اسلامی کلنۍعمومی کنفرانس (پي اې ایس) چې په ملایشیا کې د ترنګانو ولایت  د حکومت مشر هم دی ، تیر کال په یوه خوله   پریکړه لیک نصویبیولو سره ئې ،  له صهیونیسټ رژيم سره د بحرین او متحده عربی اماراتو  د اړیکو عادي کول محکوم کړي او  همداراز ئې د  اړیکو د عادي کولو په باب د عربی اتحادئې   دریځ هم محکوم کړی دی .

 https://iqna.ir/fa/news/4015950

captcha