ایکنا خبری آژانس د ۶PR له قوله راپور راکړ، د آسټریلیا لومړی وزیر مک ګوآن ګواښونکي ټیلیفونونه ترلاسه کړي وو چې هغه ئې د سر په غوڅولو ګواښلی ؤ ، هغه له اسلامه په یولړ ویرونکو څرګندونو کې ددۀپه ضد ترسره شوي ګواښونه ، د اسلام پالو دچلند په څير بللی دي .
د آسټریلیا د اسلامی شوراګانو دفیډریشن مدیر قیصر تراد د مک ګوآن ددغو څرګندونو په محکومولو سره وئيلي دي ، لومړي وزیر د اسلامی بنیاد پالنې اصطلاح کارولې ده او دا په داسې حال کې دي ، چې هغه له اسلامه د ویرونې د بهیر په دلیل د مسلمانانو د ټولنې په مشکلاتو ښه خبر دی او پوهیږي ، دغه څرګندونې د مسلمانانو لپاره د لازیاتو مشکلاتو د رامینځةکیدا او د ددغو ا حساساتو د لازیاتیدا سبب یدلی شي .
راپور ښئ د آسټریلیا دلومړي وزیر د ټيلیفون له لارې دګواښونکو ټيلیفونونو په خاطر تر دې دمه دوه کسان نیول شوي او تورن پيژندل شوي دي