ایکناخبري آژانس د المصری الیوم له قوله راپور راکړ، د مصر د قاهرې د کتاب ۵۳نړیوال نندارتون د روان کال د جنورۍ له شپږویشتمې نیټې یا هماغه دسلواغې دمیاشتې له شپږمې نیټې د الجمع الخامس سیمې دن ړیوالو نندارتونونو او سیمنارونو په مرکز کې ترسره کیږي او او د فرورۍ تر شپږمې نیټې پورې په دوام وکړي .
یونان د نندارتون افتخاری میلمه اعلان شوی دی او دغه نندارتون به له ډول ډول کلتوري او هنري فعالیتونو سره یو ځاي وي او د کرونائي بحران د خوریدا د مخنیوی په خاطر د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره ترسره کیږي .
د مصر د اوقافو وزارت په سټال کې د ؛«الکمال والجمال فی القرآن الکریم:په دغه نندارتون کې وړاندې کیږي ، په دغه کتاب کې د صبر، بخشش، کوشش او هڅې ، ښکلی پوښښ، ښکلی کلام ،سلام او حال احوال په څير په قرآن کریم کې د ښکلا او کمال مختلف اړخونه بیا ن شوي دي .