IQNA

 د کویت د ټینس یوه لوبغاړي د فلسطین په ملاتړکې له صهیونیسټي لوبغاړي سره له لوبې ډډه وکړه 

16:12 - January 22, 2022
د خبر لمبر: 3485303
تهران (ایکنا)- د کویت یوه زملي ددوبئ په لوبو کې له خپل صهیونیسټي سیال سره  له لوبې  کولو په ډده کولو سره د فلسطین له ولسه ملاتړ وکړ چې په سوشل میډیا کې د زرګونو خلکو له هرکلي سره مخ شو .

ایکناخبری آژانس د العالم له قوله راپور راکړ،د ویت یوه ټیسور محمد العوضي له څوارلسو کلونو دکم عمره لوبغاړو دن ړیوال حرفه وي اتلوالۍ د سیالیو په سیمې فاینل لوبې کې  چې په دوبئ کې ترسره کیږي ،له صهیونیسټي لوبغاړي سره  له لوبې کولو ډډه وکړه .

د ټولنیزو چینلونو په زرګونو کارونکو ، له اسرائيلی نیواکګرو سره داړیکو  دعادي کولو په  ردولو کې د محمد الغوضي دغه  اقدام  ستایلی او دا ئې د فلسطین له آئيدئيل  څخه په ملاتړ کې د کویت هیواد ددریځونو بشپړتیا بللې ده .

د فارس خلیج دعلماؤ د ټولنې یوه مسئول مقام  یوسف السند  هم په خپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، دکویت دغه اتل  د فلسطین له مظلو م ولس سره په پيوستون  او د صهیونیسټي ترهه ګرۍ په نفی کولو کې  له اسرائیلي سیال سره  له سیالۍ ډډه اعلان کړې او  دنیا ته ئې ښودلې ده چې په عربانو کې تر دې دمه غیرت لاشته دی .

د کویت د پارلیمان یوه غړي اسامه الشاهین هم پخپل ټويټرکې لیکلی دي پرکویتی اتل محمد الغوضي درود او سلام وي،له صهیونیسټانو سره د سپورټي سیالیو  له عادي کیدا څخه دهغه د ډډه کولو په دلیل . 

په سوشل میډیا کې نورو زرګونو کارونکو لیکلی دي ،داړیکو عادي کول خیانت دی،درود وي دمونږ پر اتل محمد الغوضي .

دسوشل میډیا دچینلونو ډیری څارونکو او فعالانو په وینا ،دکویت ډيرو لوبغاو په نړیوالو سیالیو کې له اسرائيلي لوبغاړو سره  له سیالیو  ډډه کوي   چې دا چاره د فلسطین له آ رمان او ددغه ټاټوبي د خلکو له رواؤ حقوقو څخه  په ملاتړکې او داړیکو دعادي کیدا د ردولو په دوام کې ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4030239/است

captcha