IQNA

د فلیپین د ګلابی رنګه جومات ننداره

تهران(ایکنا) – د آسیا لویه وچه چې کابو یومیلیارډ مسلمانه ابادي لري ، ددنیا تر ټولو ښکلي اوجذاب جوماتونه لري . په دغو په زړه پورې او نظر جذبونکو جوماتونو کې یو په فلیپین هیواد کې په صورتي جومات مشهور ډير جذاب او زړه راکښونکی جومات دی .

ایکناخبری اژانس راپور راکړ،دفلیپین هیواد ددغه جومات ودانۍ چې دفلیپین هیواد د ټوریزم یوه جاذبه هم حسابیږي،د ۲۰۱۴کال په روژې مبارکې میاشتې کې  ددغه هیواد په ماګوئين ډانائو ښار کې په ؛ ډیما  کوم : رسمي نامې سره جوړ شوی دی . ددغه جومات د صورتي یا ګلابي رنګ  دټاکلو دلیل،ددغه ښار د اوسیدونکو د مسلمانانو او مسیحیانو ترمینځد وحدت، دوستۍ او سولې باندې ټينګار بلل شوی دی.ددغه جومات واړه او ستره ګلابي ګنبسۍ، طلائي محراب قهوه ای رنګه  د لرګي جوړه ستره دروازه  او دوه پوره ستر هالونه ، ددغې ښکلي او په زړه پورې اسلامی معمارۍ  برخې دي ، چې ډیری سیلانیان ځان ته جذبوي .

ددغه په زړه پورې جومات یو انځوریز راپور  هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

 

https://iqna.ir/en/news/3477907/d