ایکنا خبری آژانس د حسینی آستان د اطلاعاتو دبرخې له قوله راپور راکړ، د حسینی سپيڅلي آستان د قرآن د تبیلیغاتو د نړیوال مرکز د حضرت امام حسین علیه السلام او د شعبانیه اخترونو په مناسبت او دقرآن دنړیوالې ورځې د کمپاین د فعالیتونو په لړ کې په سیډنې ښار کې په زړه پولې او ولولناک محفل ترسره کړ .
دغه قرآنی محفل د آسټریلیا په سیډنې ښار کې د امام سجاد علیه السلام په نامې سره د مرکز په ملګرتیا سره او د حسیني مقدس آستان په څارنې سره ترسره شو .
ددغه قرآني ولولناک محفل په مختلفو برخو کې د مرتضی قبري ،قاري شیخ محمد دهنوي ، قاری علی العبودي او قاری هادي منصوریان پشمول د قرآن کریم یو شمیر غوره قاریانو دقرآن کریم په زړه پورې تلاؤتونه وړاندې کړل .
په دغو دستورو کې استاد مصطفی العشي او شیخ علی الزاهدي په انګري او عربی ژبو ویناوې وکړې او په کربلائي همام اجرا سره ئې مداحي وکړه او دعاګانې ئې ولوستې .
په دغې په زړه پورې او ولولناکو دستورو کې په ګډون کونکو کې جایزې اوډالۍ هم وویشل شوې .