په اسلامي پوهنتون کښې د سعودي عربستان د سفیر په ګډون سره نندرې ته وړاندې شوه.
ایکنا خبري اژانس د الریاض په قول راپور ورکړپه مالیزیا کښې د سعودي عربستان د سفیر محمود بن حسین قطان په ګډون سره په یولړ مراسمو کښې په مالیزیايي ژبې باندې د قران کریم د ترجمې مخ کتنه وشوه.
د دغه ژباړې د مخ کتنې مراسم چې د عربستان د باچا فهد د قران کریم د چاپ د مرکز خپرندویه موسسې هغه چاپ کړي ده د مالیزیا هیواد په پلازمینې کوالا لامپور کښې په نړیوال اسلامي پوهنتون کښې د دغه پوهنتون د مشر داود بکر په ګډون سره ترسره شول.
سعودي عربستان په تیرو کلونو کښې د نړۍ په بیلابیلو ژبو کښې په پراخه سویه د قران کریم ژباړې خپرې کړي دي .
په مدینه کښې د باچا فهد د چاپ مرکز حاضردمه د نړۍ په بیلابیلو ژبو کښې د قران کریم څه د پاسه څلویښت ترجمې خپرې کړي دي.
دغه اندیښنه له هغو مسلمانانو سره چې په عربۍ ژبه نه پوهیږي د مرستې په دلیل ده او د خدای پاک د کتاب د درک لپاره د اعتماد وړ او صحیح ترجمې ته ضرورت لري.
په مدینې منورې کښې د باچا فهد د قران د چاپولو مرکز تیر کال د نړۍ په لسو ژوند ژبو باندې او په بیلابیلو اندازو سره څه د پاسه لس لکه قرانونه چاپ کړي وو او په ټول عربستان کښې یې په څلور سوه دیارلسو موسسو ، د تبلیغ او د ارشاد په تولنو باندې ویشلي وو.