IQNA

 د شارجې د کتاب په نندارتون کې د قرآن دتلاؤت ډالۍ(فلم)

6:57 - November 09, 2022
د خبر لمبر: 3486434
ایکنا-(تهران)د قرآڼ کریم د یوې نفسیې نسجې نمایش چې پر پاڼو  ئې د طلا په اوبو سره کتابت شوی ،د شارجې د کتاب د نړیوال نندارتون دکتونکو پامئې ځان ته جلب کړی دی.

ایکناخبری آژانس دالیوم السابع له قوله راپور راکړ،د شارجې د کتاب په نړیوال نندارتون کې د قرآن کریم دیوې نفسیې او کمې موندونکې نسخې وړاندې کولو، ځان ته ددرستو کتونکو نظر  جلب کړی دی.

دغه مخصوصه نسخه،دقرآن  کریم موجوده یوه ترټولو پخوانۍ نسخه ده چې مخینه  ئې دیارلسمې میلادي پیړۍ ته ګرځي. دغه ارزښتمن اثر د آسټریا په ؛آدیوا؛ سټال کې  نندارې ټه وړاندې شوی دی چې  د پخوانیو نقشو او اسلامی خوشخطۍ یو شمیر شاهکارونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

د ؛آدیوا ؛ سټال  عمومی مدیر او ناشر دي پل اسټروزل  وائي، دغه اثر د هغه عراقي  یو هنری شاهکار دی چې  د خالصې طلا پر پاڼو لیکل شوی دی او ددې نسخې یوازې لس ټوګه  موجود دي او د یوې نسخې بیّه پنځّه لکه  درهمه ده . هغه بیا زیاتوي ، آدیوا سټال پر دغې قرآنی نسخې سربیره  یو شمیر پخوانۍ خطي نسخې او همداراز د لرغونې نړۍ پشمول د مینځیو پيړیو  سره اړونده سمندري نقشې ، د افریقا د لوئې وچې نشه  او همداراز د عثماني امپراتورۍ یوه نقشه  چې ډیر زیات هنري او تاریخي ارزښت لري ، په دغه نندارتونو کې د مینه والو نندارې ته وړاندې شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4097899/

captcha