ایکناخبري آژانس د نیشنل له قوله راپور راکړ، د متحده عربی اماراتو مشر محمد بن زاید ال نهیان او د اڼدونیشیا ولسمشر جوکو ویډوډو،په دوشنبې ورځې دانډونیشیا په سولو ښار کې د شیخ زاید جامع جومات پرانیسته وکړه.
دغه جومات چې د متحده عربی اماراتو د بنسټګر او پلار شیخ زاید بن سلطا آل نهیان په نامې سره جوړ شوی ، په ابوظبئ کې د شیخ زید جومات څخه تر یوه حده وړوکی جومات دی.
محمد بن زید په خپل یوه پیغام کې لیکلي دي، په یوه هغه عملی نوښت کې مو چې د خیریه چارو لپاره د ملګرتیا،مینې او پيوند بیانونکی دی، او د خدای بخښلي شیخ زید په وسیله رامینځةشوی ،د انډونیشیا د ولسمشر سره مو یو ځاي د انډونیشیا په سولو ښار کې یو ښکلی او په زړه پورې جومات افتتاح کړ. دغه جومات چې د متحده عربی اماراتو دبنسټګر پلار په نامې سره نومول شوی دی،د هغه دښه نیت او د سولې د ارزښتونو ښودنه کوي او دهغو پخوانیو اړیکو ښودونکی دی چې ددواړو هیوادونو ترمینځ شته دي.
په دغه جومات کې په یو وخت لس زره کسان لمونځ اداکولی شي. دغه ټولګه د جاوه په مرکز کې په درې زره هیکټره مساحت کې همداراز دانډونیشیائي روحانیو ته ددیني اعتدال دښونې لپاره د متحده عربی اماراتو په ملاتړ سره یو اسلامی مرکز دی.