IQNA

د یوه بنګله دیشي ځوان قاري په زړه پورې تلاؤت(فلم)

د بنلګه دیش د یوه زلمي او په زړه پورې غږ لرونکي قاری صالح احمد تکریم د ترتیل دتلاؤت یو فیلم چې د لیبیاجایزې په نړیوالو سیالیو کې ئې وړاندې کړی، په سوشل میډیا کې خپور شوی چې له تاود هرکلی سره مخ شوی دی.

ایکنا راپور راکوي، دلیبیا جایزې په نړیوالو سیالیو کې دغه زلمي قاري د احزاب سورې له شپیتم تر څلورشپیتم پورې آیتونه تلاؤت کړي دي چې ډيرې معنوي او روحي انګازې ئې خورې کړي دي. : «لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا، مَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلًا، سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا، يَسْأَلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللَّهِ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا، إِنَّ اللَّهَ لَعَنَ الْكَافِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا: که منافقان او هغه کسان چې په زړونو کې ناروغي لري او او په مدینې کې پروپيګنډې خوروي او (له خپل کاره ) لاس نه اخلي ،تا پر هغوي مسلط کوو څو له لږ وخت پرته ستا په ګاونډ کې پاتې نشي، دخدای له رحمته لیرې شي اوهرچرته به چې ولیدل شي سختي به پرې راشي او وبه وژل شي ، هغو کسانو په باب چې مخکیني دي،(همدغه) دخدای سنت (جاری ) دی او د خدای په سنت کې به هیڅکله هم بدلون ونه وینې، خلک له تا د قیامت په باب تپوس کوي،ورته ووایه دهغه علم یوازې له خدای سره دی او څه پوهیږې ممکنه ده د قیامت ورځ رانزدې وي ،خداي پر کافرانو لعنت کړي او د هغوي لپاره ئې ډير ستر اور تیار کړی دی.

ددغه په زړه پورې تلاؤت ویډیو ئي کلیپ ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.