په دوام کې د مصر د یوه مشهور قاري محمد صدیق منشاوي په زړه پورې غږ سره د حشر د مبارکې سورې د وروستیو آیتونو د تلاؤت یوه برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي،هیله ده د استفادې وړمو وګرځي.
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ
هغه دی هغه خدای چې له هغه پرته بل معبود نشته ،په ښکاره او پټو خبر دی،هغه دی ډير مهربان رحمت نازولونکی(22)
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ
هغه دی هغه خداي چې له هغه پرته بل معبود نشته پاک اوسلامت فرمانروا او مومن [د خپل په حقه حقیقت سره چې] یو قدرمن ساتونکی جبار [او]نوښتګر [دی] پاک دی خدای له هغه څه چې [له هغه سره ئې]شریک ګڼي (23).