د تهران د حضرت امام صادق علیه السلام جومات ته یوه کتنه
د حضرت امام صادق علیه السلام جومات د تهران یو تر ټولو ښکلی او یو تر ټولو شاهکار جومات دی.
د تهران په دغه حیرانونکي جومات کښې استعمال شوي ګچ او ښکلا د ایران د اصفهان ولایت د تیرو پیړیو له اثارو سره سمون خوري.
د تهران د حضرت امام صادق علیه السلام جومات ډیر ښکلی دی او ډیر پرتم لري او د دغه جومات کاشۍ کارې یعني د ټایلونو کار د دغه هنر د نامتو استادانو په همت او زیار سره ترسره شوی دی او دغه جومات د تهران په فلسطین میدان کښې واقع دی.