«مَنْ قَرَأَ فِی شَهْرِ رَمَضَانَ آیَهً مِنْ کِتَابِ اللَّهِ عَزَّوَجَلَّ کَانَ کَمَنْ خَتَمَ الْقُرْآنَ فِی غَیْرِهِ مِنَ الشُّهُور»؛ هرڅوک په روژې مبارکې میاشتې کې د خدای له کتابه یو آیت قرآئت کړي ، ددې په مثال دی چې لکه په نورو میاشتو کې ئې قرآن کړی وي. (فضائلالاشهر الثلاثه ص۹۷ ـ بحارالانوار(ط-بیروت)
ایکنانیوز- په همدې مناسبت او د روژتی مومنانو او مومناتو دلازیاتې استفادې په خاطر چې د ایکنانیوز قرآنی نړیوال خبری آژانس همیشني مخاطبان دي ، د روژې د خدای میلمستیې په شپو ورځو کې هره ورځ د قرآن کریم د یوې سپارې د ترتیل تلاؤت سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي او مونږ هم پخپلو دعاګانو کې یاد ساتئ.
دغه تلاؤتونه د تیر کال(۱۴۴۵قمری کال) د روژې په مبارکې میاشتې شپو ورځو کې د تهران د خاتم الانبیاء روغتون د کلتوری برخې له خوا د روغتون په لمانځ کوټې کې اجرا او ریکارډ شوی او د لومړي ځل لپاره خپریږي.
په دوام کې د حبیب صداقت ، مسعود نوری حسین فردي او سعید پرویزي په زړه پورې غږونو سره د قرآن کریم د دریمې سپارې د ترتیل تلاؤت آورئ.