
یکنانیوز دالجزیره له قوله راپور راکړ،کویت ښار چې د فارس خلیج په شمال لویدیځي ساحل کې واقع شوی، د هغو تاریخي ودانیو کوربه دی چې د هرې یوې سلیقې او رودې لرونکي لیدونکي او سیلانیان ددغه لو ي جومات پشمول ددغو ځایونو د د لیدو لیواله کیږي.
د ا جومات د نړۍ یو ترټولو لوي جومات دی او د محمد صالح مکبه معمار پهوسیله په ختیځي ،اندلسی سټآیلونو ترکیب سره ، د هغې اسلامی دودیزې معمارئ د میراث په اساس پلان شوی چې په ټولو دیوالونو کې ئې دعربی معمارې نښې نښانې موجودې دي.
په ۱۹۷۹ کال کې ددغه جومات جوړیدا د پنځوسو انجنئيرانو او څه دپاسه څلور سوه کارګرانو په ګډون او په کابو پنځّه څلویښت میلیون ډالرو په لګښت سره پیل شو.
دغه جومات په ۱۹۸۷ کال کې افتتاح شو او له هغه مهاله په یوه عبادي ځاي بدل شوی دی چې ډیر ښځې اوسړي لمونځ ګوزار ځان ته جذبوي . په تیره بیا له هغه ځایه چې ټول مساحت ئې څه دپاسه شپیته زره لمونځ ګوزارو ته ځاي ورکولی شي.

د ختیخي او اندلسی معمارئ یو ترکیب !
د کویت د لوي جومات مدیر علی شداد په دې باب وائي ،ددغه جومات مساحت کابو پنځه څلویښت زره مربع میټر دی . اصلی لمونځ خونه ئې لس زره کسان ځاي کولی شي او دهغو برآنډو او نورورواقونو یا هالونو سره ئې ظرفیّت کابو شپیتو زرو کسانو ته رسیږي. په داسې حال کې چې په رمضان المبارک میاشتې کې په تیره بیا د قدر په شپو ورځو کې ئې شمیر کابو یو لک پنځوسو زرو کسانو ته رسیږي.
د هغه په وینا، دغه جومات د کویت ښار په شمال ختیځ کې واقع شوی دی او جوړ شوی مساحت ئې کابو څلورویشت زره مربع میټره دی،په داسې حال کې چې نوره فضا ئې د اوبو د فوارو او د خرماؤ د وَنو او نورو ګلانوبوټو دجوولو او ځای کولو لپاره چې لارې ئې ورسره ښکلي شوي دي ،مخصوصه شوې ده.
د زده کړې او څيړنې قطب!
د کویت جامع جومات نه یوازې یو غوره عبادی ودانۍ او د معمارئ یو لوي شاهکار دی ،بلکې یوه علمي مدرسه هم پيژندل کیږي، ځکه یو داسې لوي کتابتون پکې موجود دی چې داسلامی مرجع په سلګونو کتابونه لری او له محققانو اوڅيړاندو سره دهغوي په کارونو کې مرسته کوي. پر دې سربیره دغه وانئ د سمینارونو ، ویناؤ او کلتوری او تعلیمي پروګرامونو لپاره څو هالونه هم لري.

دغه جومات پّ حقیقت کې یوه لویه کتابخانه لری چې لومړی کتابتون څيړاندو او کارپوهانو ته مخصوص شوی او لازمه ده چې پوهه شئ، عثماني قرآن هم ددغه جومات په کتابتون کې او په دغې برخې کې کیښودل شوی دی.
دوهم کتابتون هم یو نړیوال کتابتون دی او په عربی او غیر عربو ژبو لیکل شوي کتابونه پکې کیښودل شوي دي او مسلمانانو اوغیرمسلمانانو ته مخصوص دی.
https://iqna.ir/fa/news/4323172/