IQNA

د ملیوني پاکستانی مسلمانانو د کراچۍ په غونډه کې شتون

22:44 - February 08, 2016
د خبر لمبر: 3479850
نړیواله ډله: د پاکستان تبلیغ او دعوت جومات کلیزه غونډه د دغه هیواد یو نیم ملیون مسلمانانو په شتون سره کراچۍ کې پایی ته ورسېده.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، دا غونډه د زیارت په ورځ ۱۵ بهمن باندې شروع شوي وه او پرون ۱۸ بهمن باندې یی خپل کار پایی ته ورسولو.

د دغې غونډې پیل کوونکو د وینا په رڼا کې دا مراسم د پاکستان د اسلامی غونډو له ټولو نه ستره غونډه ده چې په کې یو نیم ملیون کسانو ګډون کړي.

مولوي طارق جمیل، د دې ډلې ستر عالم د کراچۍ غونډه کې د مسلمانانو لپاره د خوشحالتیا لار توبه او تقوا وټاکله او وې ویل: نن د اسلامی هیوادونو او د مسلمانانو د شاته پاتې کېدو اصلی علت له قرآن او د پیغمبر صلی الله علیه و آله د ویناوو نه لرې کېدل او د امت ترمنځه اختلاف دي.

هغه څرګنده کړه: د دین احکامو او وحدت ته ستنېدو سره به زمونږ په ټولنه او کورنۍ الله د رحمت نظر وکړي.

د دې غونډې پيل کوونکو نه یو کس وویل: دې روحانی غونډه کې ځنې ګډون کوونکې له هند او بنګلادېش هیواد نه وو.

هغه زیاته کړه: د دې غونډې پيل کولو هدف د مسلمانانو ژوند ته هدف ورکول او د هغې ژوند ته سمه لار ورکول او صحیح اسلام ته رابلل دي.

دې غونډه کې څلور ورځې تېروونکو مسلمانانو او مریدانو دا ورځې د عالمانو تقریر، دعاګانې اورېدلو او لمونځو کې تېري کړي.

دا غونډه یو خاص معنویت او صفا سره پيل کېږي چې ګډون کوونکې په کې د عالمانو او د مشایخو تقریرونو اورې او د هند مشایخو له اړخه یو خاص لمونځ نه پس د مسلمانانو ترمنځه وحدت او یووالی لپاره دعا کېږي او له هغې نه پس یو خاص معنویت او صفا سره ټول له یو بل نه رخصت شي او خپلو سیمو ته بېرته روان شي.

د پاکستان تبلیغ او دعوت جماعت په کال ۱۹۲۶ کې په دغه هیواد کې جوړ شوي وو چې ړومبنۍ امیر یی مولوي محمد الیاس کاندهلوی وو او د هغه نه پس د هغه زوې محمد یوسف او بیا انعام حسن د ړومبني امیرانو په توګه شمېرلي کېږي.

شیخ محمد الیاس کاندهلوی د هند یو کلې کې زېږېدلي وو.

http://iqna.ir/fa/news/3473881

captcha