IQNA

مسلمان بهرنی وزیران په تاشکند کې را غونډېږي

22:19 - October 15, 2016
د خبر لمبر: 3480234
نړیواله ډله: د اسلامی همکارۍ سازمان غړې هیوادونو بهرنې وزیرانو شورا ۴۳ غونډه په ۲۷ او ۲۸ مهر باندې د ازبکستان مرکزی ښار تاشکند کې پیل کېږي.
مسلمان بهرنی وزیران په تاشکند کې را غونډېږي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Islamic News خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی همکارۍ سازمان د سیاسي چارو مشر د دې غونډې د پروګرام اعلان سره وویل: د کویت بهرنې چارو وزیر چې د تېري غونډې مشرتوب یی په غاړه لرلو د دې غونډې د پرانیستا مشرتوب هم په غاړه دي.

پس له دې نه د ازبکستان لنډمهاله ولسمشر شوکت مدیر ضیایف او د همکارۍ سازمان مشر بیا ایاد مدنی، تقریر وکړو.

دا غونډه د پوهنې او روڼ اندۍ: د سولې او خلاقيت لاره موضوع سره پیل کېږي.

د دې غونډې پرانیستا مراسمو کې د خبرو مرکز سوله او پېژندنه(CDPU) په رسمي توګه شورو کېږي.

په دې غونډه کې د فلسطین، د شام حالات، یمن، لیبیا، مالی، د مرکزی افریقا او همدارنګه د غیر اسلامی هیوادونو مسلمانانو ټولنیزو سره تړلې مسئلو په هکله پرېکړه لیک څېړنه کېږي.

په دې دوه ورځنې غونډه همدارنګه یو بل ډېر مهمه پرېکړه لیک د ترهګري سره مقابله، افراطی ډلو سره، د وسلې نه خالی کېدل او د اسلام وېرې سره مقابله هم د دې غونډې اجنډا ده.

جمهوری اسلامی ایران هم د بهرنې چارو وزیر مرستیال په دې غونډه کې ګډون کوې.

تراوسه د آذربایجان، افغانستان، بحرین، گایانا، یمن، اندونزی، اردن، قزاقستان، کامرون، قطر، ساحل عاج، کویت، قرقیزستان، لیبی، مالزی، مالدیو، نیجریه، پاکستان، فلسطین، عربستان سعودی،سومالی، سورینام، تاجیکستان او ترکی هیوادونو بهرنې وزیرو شتون په دې غونډه کې قطعې شوي دي.

http://iqna.ir/fa/news/3537719


captcha