IQNA

د سباوون لسیزه سره به شورو شي؛

به کویټه کښې «ننني ایران»  نندارتون + انځور

11:59 - February 05, 2018
د خبر لمبر: 3481019
نړیواله ډله: د پاکستان په کویټه ښار کښې د سباوون لسیزې مناسبت سره د انځورونو او دستکاری «ننني ایران» نندارتون پیل کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان نه، په کویټه کښې د ایران کلتوری سازمان په همت د زیارت په ورځ ۱۲ بهمن باندې د سباوون لسیزې لومړۍ ورځ د دغه ښار په هزاره ټاون سیمه کښې د شهید محمد منتظري په کتابتون کښې پرانیستا کېږي.

د شهید منتظری کتابتون غونډې مشر حجت الاسلام اسدی او اخلاقی په دې نندارتون پیل کولو کښې همکارې لري او په دغه نندارتون کښې د ایران په مختلفو میدانونو او صنعت کښې د پرمختګ انځورونه عمومي نندارې ته وړاندې کوي.

په دې مراسمو کښې د ایران کلتوری سازمان مشر کوروش عقدایی د صنعتونو او انځورونو په اړه توضیح ورکوي.

په کویټه کښې د ایران هنري او کلتوری نندارتون به د محمد منتظري په کتابتون کښې تر درې ورځو ټولو خلکو لپاره ادامه لري او د پرانیستا مراسم به یی د کویټه ښار شیعیانو امام جمعه اسدی، د شهید محمد منتظری کتابتون مشر اخلاقی، په کویټه کښې د ایران سیاسي قونسلګرۍ  مشر صیدی، په کویټه کښې د ایرانی مدرسو مشر او استادان او د هزاره ټاون سیمې محصلان شتون لري.

http://www.iqna.ir/fa/news/3687848

captcha